Tuesday, March 14, 2006

غزل


تږي ټول درپسې مړه ښکاري جانانه
په مرۍ کې دې اوبه ښکاري جانانه

په ټول ښار کې ايله ستا په سترګو پايو
پکې غر پکې غرڅه ښکاري جانانه

ستا دښمنو چې په تا شغول غشي
اوس نو دوی غوښه چاړه ښکاري جانانه

زه درګورمه خو ستا په ټنډه ګونځې
په خندا وايه چې نه ښکاري جانانه

د دعا نه ډکه لپه په ما وڅښه
په جامونو کې رانجه ښکاري جانانه

ته راياد شې چې د لمر په خوا روان وي
په آسمان کې سپين مارغه ښکاري جانانه

ستاله غېږې نه کاروان وتلی نشي
لاس او پښې يې نشته زړه ښکاري جانانه

غزل


اوښکه ته يې مينه ته يې کيف د موسېدو ته يې
ناڅاپه شېبه د سره ګلاب د غوړېدو ته يې

ډک د مينې جام ته يې په سرو سترګو سلام ته يې
شرنګ په مدهوشۍ کې د تش جام د ماتېدو ته يې

ته مې لېونۍ خندا يې ته مې لېونۍ ژړا
اخ جانانه زېری د دعا د قبلېدو ته يې

توره ته يې غشی ته لقمان او جاليونس دی
زخم د ځيګر ته يې مرهم د رغېدو ته يې

تږی زه يم لپه و اسمان ته د غوښتنې زه
راشه په برېښنا کې ترنم د ورېدو ته يې

دلته چې راغلي سوي لوي تښتېدلي دي
دې لېوني زړه کې حوصيله د اوسېدو ته يې

دغلته يو ستوری دی او هاغلته بل ستوری دی
منځ ته يې راځه د فاصلو د ورکېدو ته يې

غزل


سترګې دې پرېږده چې شیندي ګلونه
ډېر مې یادیږي دا ژوندي ګلونه

ستا د کږو بڼو په شپول کښې را ګیر
لکه اغزیو کښې قیدي ګلونه

زه د جانان د در په کاڼو مین
پرېږدئ چې ښکل کړم په تندي ګلونه

په تورو څڼو کښې یې ډېر لګوه
شته مې د زړه په مات کودي ګلونه

کاروانه زه ورته حیران پاتې یم
چې دا د چا د غزل دي ګلونه

۲۵/۳/۱۳۶۹

پښتو

ډکه د جمال او د جلال غرنۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

ډول سره چې غبرګه شي ګډا ګډا ګډا شي نو
چوپو ګړنګونو کې يو شور شي او غوغا شي نو
والوزي يو سېل شي د مرغيو په هوا شي نو
څڼې د نښترو ورته ګډې په شغا شي نو
درد لري د مينې د شپونکي د شپېلۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

خرپ د سپينې تورې چې په برم او په پرتم کې شي
حسن په درخو کې شي سرشاره په ادم کې شي
ناڅاپه نغمه شي د رباب په زيروبم کې شي
چيغه شي ټپه په خوبولي شومه دم کې شي
ستوري ورته غوږ دي د آسمان د سپوږمۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

مسته په څپو څپو او مسته له سېلابه ده
ښکاري راوتلې د سندرو له دريابه ده
ته وا بلبلانو را ايستلې له کتابه ده
واه په تغزل کې ښايستوکې تر ګلابه ده
جوړه ترې لنډۍ شي د درنې ملالۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

سر باندې يې لمر او سپوږمۍ کښېني د غره څوکه شي
کله هم د غرونو د باغي زرکانو کوکه شي
ګوري چې سپېره غليم تېره د تورې څوکه شي
زلفې د معشوق انځوروي د قلم نوکه شي
جار د شرنګېدلې دريابي شاعرۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

هر څو که د غرونو د اوبو غوندې بې رنګه ده
پښې يې پر اغزو ايښې دي سرې وينې ګلرنګه ده
پاس د ګل منار ته ور ختلې دنګه دنګه ده
ډېره خوږ اروا ده ته وا پېغله غنمرنګه ده
جار يې شم کاروانه د خوږې ښاپېرۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

کابل خيرخانه مېنه
2005-4-28

ربابي ملنګه راشه

تبرزين په اوږه کيږده
او يو پړک له لمره راوړه
بې پېلوځو ته د ستورو
د سپوږمۍ خبره راوړه
له ترخو مو زړونه ډک دي
بس خوږه سندره راوړه

تری تم يې را پيدا شه
ربابي ملنګه راشه

د غم تورې تورې لړې
راخورې څپې څپې دي
سېلۍ ګرځي په غبار کې
د غاټول پټې تپې دي
سپينې ورځې رانه ورکې
رانه تاوې تورې شپې دي

هله پړک وکړه رڼا شه
ربابي ملنګه راشه

سرې په وينو جنازې مو
په بروځو وې تړلې
د څېړۍ کټ کې مو يوړې
د نښتر څانګو وهلې
مودې کيږي چې نغمې مو
وې کږلې او کږلې

د نغمو مسته دنيا شه
ربابي ملنګه راشه

بيا د مستو سرودونو
د غزل کتاب درواخله
دا غوټۍ د زړونو وا کړه
دا ګلاب ګلاب درواخله
منکرانو ته ټک ورکړه
چندڼي رباب درواخله

د سندرو اژدها شه
ربابي ملنګه راشه

جينکيو مو منلی
درته نذر د لونګو
دا ګېډۍ زلفې يې ګوره
لکه تور لوګی دبنګو
پاچهۍ دې صدقه شي
ستا له سرو سترګو ملنګو

په اتڼ او په ګډا شه
ربابي ملنګه راشه

ډېر بدرنګ وختونه ګرځي
نه چې مونږ درنه بدرنګ کړي
خپل رنګونه رانه اخلي
په پردي رنګ به مو رنګ کړي
غلچکي دي رانه پټ به
د ليلا د بنګړو شرنګ کړي

د غرور ډکه ښکلا کړه
ربابي ملنګه راوړه

وچکالي د نغموغله
باراني ترنم راوړه
د رحمت ساقي درجار شم
ډکه لپه له خم راوړه
راته شونډو کې موسکی شه
په لېمو تبسم راوړه

کټ کټ شين شه په خندا شه
ربابي ملنګه راشه

پولادي موږکان ګرځي
ځځيرلې يې چمبې دي
وژل شوی دډول ږغ دی
دشپنو شپېلۍ کڼې دي
روغ مو زړونه پاتې نه دي
ماتې ګوډې سريندې دي

ددې ټولو مسيحا شه
ربابي ملنګه راشه

رام دنګو دنګو غرونو
دا مغرور مغرور ديوان کړه
د نغمو د ښاپېريو
يو کاروان پکې روان کړه
څڼې څنډ وهه يا هو کړه
په مستۍ څيري ګرېوان کړه

ته مو يار ته مو اشنا شه
ربابي ملنګه راشه

2001-1-16- پېښور

Delete

په تليفون کې چې د A جدول راوړومه
نو ستا نامه په کې اول راوځي
سترګو ته دوه څاڅکي د اوښکو راځي
له زړه مې سل چينې د ګل راوځي
د تليفون تڼۍ مې کيکاږله
زما اواز تر تا در ورسيدو
تا يې پر ستوني باندې پښه کېښوده
زما په زړه کې دې تېره ماته ښيښه کېښوده
ما درته څومره سلامونه وکړل
خو تا يوځلې هم عليک ونه وې
په مرحبا مرحبا ستړی شومه
جانانه تا راته لبيک و نه وې
په تليفون کې مې چارج ختم کرېډېټ تمام شو
لکه شاهين پنجو کې وړی کوتر
سور مې د زړه په وينو سپين سلام شو
د کمپيوترتر څنګه کېناستمه
په MSN کې مې ONELINE وليدې
نو مې يو سور ګلاب دروليږلو
ما وې چې ته مې ګوندې هم په سره ګلاب وولې
خو تا د سره ګلاب د پاسه چليپا را ښکله
تېره چاړه وه پر مرۍ چې تا زما را ښکله
ما وې په وينو سور يو بل ګلاب در وليږمه
خو ته OFFLINE ښکاريدې BLOCK دې ومه
د EMAIL پاڼه مې راواړوله
ستا راليږلي اېمېلمونه له الف نه تر يا
ما په يوه ستړي نظر ټول و کتل
په کې يو څاڅکی د شبنم نه وو خوشبو يې نه وه
جوړ له کاغذ مې دا غاټول و کتل
ټول د درواغو له داغونو ډک وو
له پاڼې پاڼې يې ريا وريده
نه ترې وږمې د صداقت راوتې
نه ترې نه يو ټکی رڼا ورېده
لکه پېريان چې د غوسې واخلي ماشوم په غېږ کې
ګوډۍ نانځکې او د لوبو شيان
په ديوالونو وولي
داسې مې ستا د اېمېلونو کاغذي ګلونه
له ډېره قهره پاڼې پاڼې ايسته و غورځول
په MSN کې مې ستا نوم DELETE کړ
له تليفون مې ستا نومره و ايسته
اوس نو يو دوه کارونه پاتې راته
بری به هغه وخت نصيب وي ځما
که مې له خيال نه ستا څېره و ايسته
که مې په زړه کې ستا راټول يادونه
د خواږه صبر په اوبو و مينځل
دا څه موده په رياضت يمه بوخت
چې دې له خيال نه او له زړه نه په يو ځای وباسم
بيا به نو زر توبې توبې له مينې
په پاک دربار کې د لوی خدای وباسم
خو نتيجه صفر ده
نه کيږي نه کيږي والله نه کيږي
په زړه مې ووري او په خيال کې مې چکرې وهې
اخر په دې مې امنا کړې ده
په کومه ورځ مې چې په ګورکې کېږدي
د ګور چينجي به راشي
ستا ټول يادونه به DELETE کاندي زما په زړه کې

ته ازانګه د اذان

په غربي کلي کې تر ټولو ښکلې
نږه سوچه شرقي ترينې نجلۍ
په بل نامه مې زړه اوبه نه څښلې
مينه دې بولمه له مينې نجلۍ
***
کوم لاهوتي ستار په غېږ کې لرې؟
او که خبرې دې خوږې دي ولې؟
جنتي شات به دې ورګډ خو نه وي؟
اخ دا سندرې دې خوږې دي ولې؟
***
هغه د شنو سترګو بازار مې ليده
چې په کې ته لکه حيا ګرځېدې
د امريکې دکليساوو تر څنګ
لکه مروه لکه صفا ګرځېدې
***
ما ستا د خيال ورغوي ډېر کتلي
يو لوی ارمان دې پټ په زړه کې وينم
زما پردېسې د وطن شهزادګۍ
افغانستان دې پټ په زړه کې وينم
***
شور به کوي د کليسا زنګونه
خو ته به څارې ازانګه د اذان
را ويښوې به خوبولي زړونه
ته راته ښکارې ازانګه د اذان
***
د پت پوړنی درنه پاتې نه شي
دا د ګوربت وزر پر سر ګرځوه
د الاهو الاهو ذکر کوه
لاس کې زنځير د پېغمبر ګرځوه

ماشوم جنت

کاشکې زه ماشوم وای او ته هم ګلې ماشومه وای
ناز دې را معلوم وای او غوسه مې در معلومه وای
زه کله سخي وای کله شوم تر اندازې نه زيات
ته کله سخي وای کله سخته ډېره شومه وای
ا خوا مې کتلي وای او دېخوا مې کتلي وای
کور کې مې له څټې نه په غلا غنم ايستلي وای
منډه مې اخيستې تر دکان مې تښتولي وای
ځان ته پتاسې تاته بنګړي مې را نيولي وای
ستا نري مړوند ته مې په ناز در اچولي وای
درې څلور دې مات وای پنځه شپږ دې شرنګولي وای
لاس مې وای زخمي درته په چيغو دې ژړلي وای
زه په ټوپو سر وای او په کټ کټ مې خندلي وای
تا راسره خلی پرې وای مانه مروره وای
ګوتې دې په غوږ کې اېښې ما کړې خبره وای
ته راته ناڅاپه د پيشو غوندې ببره وای
ښه تېره نوکاره دې پر مخ را برابره وای
دارې دارې وينې مې له مخ را بهيدلې وای
زه په سلګو سر وای او ته ماته ژړيدلې وای
وينې دې زما،د سپين ټيکرې په لمن وچې وای
زر دې وای پخلا رانه اخيستې دې دوه مچې وای
مخ باندې زما چې څو تنکي زخمونه پاتې وای
ستا پر سپين ټيکري باندې هم سره داغونه پاتې وای
ما چې پتاسې د څنګ له جېب نه را ايستلې وای
ستا د خولې اوبه چې په وښکو را بهيدلې وای
زر مې پتاسه په سر د ژبې را ايستلې وای
ستا خوله کې مې اېښې وای په خوند خوند دې ځبېښلې وای
بله ورځ چې ته هم په غلا کورته ننوتې وای
اخوا دې لاسونه غورځولي او هم لتې وای
چرګې دې خورې وای او ويشتلې دې په ګټې وای
څو دانې هګۍ دې له سينو نه ترې را پټې وای
لار کې څو دانې وای درنه ماتې څو در پاتې وای
ژاولې دې اخيستې وای غاښونو کې دې ماتې وای
خوله کې دې را تاوې وای او خرچ دې ترې ايستلی وای
نه دې راکولای ماته زه دې ځورولی وای
ما درته زارۍ کولای تا سر خوځولی وای
خوله دې رانږدې وای زما غوښتنه دې منلې وای
ژاولې وای درپاتې او ستا ژبه مې چيچلې وای
ته چې په ژړا ژړا تر کوره تښتيدلې وای
مورته دې زما شيطانۍ يو په يو ښودلې وای
مور دې د زمرۍ غوندې له کوره راوتلې وای
ستا د مور څپيړې مې پر مخ باندې خوړلې وای
بيا نو مرور وای يو تر بله ږغيدلی نا
تا به شونډې بوڅې وای او ما به درکتلی نا
بله ورځ چې ستا مېږې پردي فصل کې ګډې وای
تا ورته ژړلی او ستا سترګې رډې بډې وای
تا د شينکي فصل غوندې شنې جامې اغوستې وای
فصل ته ورتلای نه شوای چې مېږې دې راوستې وای
ما وې مبارک دې شه دا شنې جامې ښايسته ښکارې
تا وې جنتي شې خو له ما ولې خپه ښکارې؟
ما درته ويلای چې په خوب کې مې ليدې ډېره
زه ژړيدم تاته او ته ماته ژړيدې ډېره
تاوې په خندا چې هغه مېږې راته راوله
زه يې کورته بيايمه او ژر يې ماته راوله
زه په منډه ورغلای دوه درې بارې مې ورانې وای
مېږې مې په منډه له شنه فصل راروانې وای
يوه غونچه غاټول مې هم په منډه شوکولي وای
ستا دشنه کميس په لونګين کې مې ټومبلي وای
تا چې خپلې مېږې په خندا کورته بېولې وای
ډکې يې غولانځې وای مورجانې دې لوشلې وای
نن يې چې شيدې له نورو ورځو ځنې ډېرې وای
ستا له ماشوم زړه نه مرورې شېبې هېرې وای
مورته دې زما په صفتونو مړېدلی نا
کاشکې دا جنت چې تر قيامته نړېدلی نا

1384-2-26-کابل خيرخانه مېنه

غزل


نه چې څاروان يې راته وخوري پر کاروان ويرېږم
خدايه ايمان مې سلامت کړې پر ايمان ويرېږم

غره راته وې د راز په ژبه چې سور اور به واخلم
نن چې مننوکی د شيطان شو له انسان ويرېږم

نه چې د شاتو د مچۍ په شان ترې توري ولاړ شي
قربان قربان يې شم په خدای ۚ چې په قران ويرېږم

دا جادوګر ماران په ذهن کې هم ځالې کوي
هم له لستوڼي خطر شته هم له ګرېوان ويرېږم

د ماديت ونو شين باغ د ژوندانه نيولی
په زغرده وايم د ډبرو له باران ويرېږم

په مخ کې پروت راته زخمي راته رنځور د مودو
د طبيب سترګې زهرجنې له درمان ويرېږم

پردي لاسونه راته ډګ له ګړنګونو ښکاري
خبره داده چې پر خپل افغانستان ويرېږم

غزل


د زړګي پر تخت مې کښېنه ښکليه راشه
زه سلام درته کوم ته مې بادشاه شه

د بڼو اغزو مې پرخه درته راوړه
خادمانو ته دې ګويه په خندا شه

په پردو چړو مې زړه ټوټی ټوټی دی
مينې راشه پر زخمونو يې دوا شه

د سبا باده غوټۍ په زړه زخمي ده
پټ په غوږ کې ورته ووايه چې راشه

خدايه کبر کړې زوال د يزيديانو
وينه وچه په دوهمه کربلا شه

د يتيم ژړا خو عرشه پورې لاړه
د وطن مورې لاس جګ کړه په دوعا شه

مجنونان به تر څو ګرځي سرګردانه
آزادۍ له خندا شنه شه شاليلا شه

د سپرلو قاصده وشينده ګلونه
د فردوس منظرې جوړه په صحرا شه

د وطن چمن مې لو لپه لمبه شو
خدايه ورکه د باروتو اژدها شه

اوږدې شپې مې په ژوندون باندې خوريږي
د سبا ګرېوان کې لمره په ځلا شه

ارمانونه مې په خاورو کې پراته دي
په مزار يې ياره راشه مسيحا شه

يه په زړه ظالمه عشقه خبر نه يې
مهجور عشق وو زاره چاودی شو پخلا شه

په وطن چې د وحدت نارې خورې شي
دا بلا د ځان ځانۍ تالا والا شه

چې ښکلا ته دې جهان ګوته په خوله شي
بيا سينګار وکړه او ناوې د ايشيا شه

بيا کاروان مې که د ژوند په مرګي لوټ شي
خير دی يو ځل خو په ژوند ياره زما شه

عزل

اوس به زه د شپې پر خطرناکو لارو نه درومم
اوس به زه د ورځې په کاواکو لارو نه درومم

اوس خو مورې ستا د دوعاګانو زغرې نه لرم
اوس خو زه شکست يم د بري سندرې نه لرم

اوس هغه ستا زړه جوړونکې مسکا نه وينم
ړنګ يمه زه ړنګ يمه په سترګو چې تا نه وينم

ته لاړې او غم دې په خدای ډېره بربادي وکړه
ته راشه په زړه کې مې له سره آبادي وکړه

تورې توتکۍ راشي خو ستا خبرې نه راوړي
ژاړي راته سپينې د خندا خبرې نه راوړي

چا ويل چې زړه مې په پنجو کې د عقاب کېږده
اوس نو تو رپټکي کې مې د صبر سور ګلاب کېږده

ته خو په ارام يې خو زه ډېر ډېر نا ارامه يم
وامې خله پرېوتی لکه تور ببری له بامه يم

صبر د پاک ربه راته وغواړه چې ژوند وکړم
بيا د خپل زړګي د مات کودي سره پيوند وکړم

ګوندې وي چې تا هم په وګمو کې راژوندی کړمه
يا لکه بلبل دې په نغمو کې راژوندی کړمه

صبر کوه ستا د قبر درګې به رالويې شي
زه به يې قلم کړمه نغمې به ترې راتويې شي

بيا به زه ماشوم شم په زانګو کې به جوټې وهم
ستا د الله هو په ازانګو کې به جوټې وهم

ته به راته ټولې د رڼا خبرې بيا وکړې
زما په يتيم سر به لکه سيوری د هما وکړې

ستا د دوعاګانو پر زنګون به مې سر ايښی وي
تېغ به مې د صبر د بېلتون پر ځيګر ايښی وي

زه به ستا د خيال او د رويا تر څنګه ناست يمه
داسې به خوشال يم لکه ستا تر څنګه ناست يمه

بيا به زه له سره له ژوندون سره ځواني وکړم
بيا به د ګلابو د نرګسو باغواني وکړم

مورې

مورې مورې تږی يم په لپه کې اوبه راکړه
زړه دې رانه وړی دی بې زړه يمه لږ زړه راکړه

بيا درته ماشوم شومه نکريزې مې په لاس کېږده
خوله زما ترخه ده هله يو موټی خواږه راکړه

ما د ژوند په لوبه کې ګرېوان تر لمن وشلاوه
تار په ستن کې واچوه تڼۍ د ګرېوانه راکړه

غره ته يم راغلی چې د غم په لوی زړه وژاړم
ډنډ مې د زړه ډب دی د رڼو اوښکو وياله راکړه

سرته مې زنګون کېږده ويښتو کې مې وهه ګوتې
خوب نه راځي، خوب راوله، خوب کې الوته راکړه

Thursday, March 09, 2006

پسرلی د ” نی کوڅه “ کې . .

يوه ملنګ ته مې يو نوی رباب اخيستی و. کله چې يې وشرنګاوه نو ډېر خوند يې ورکړ او په خوښۍ يې وويل : دا خو لا نوی دی، چې زوړ شي غږ به يې لا خوږ او زړه راښکونکی شي . ما په حيرانۍ وپوښتل: ملنګ بابا دې کې څه حکمت دی چې د زاړه رباب غږ تر نوي خوږ وي؟ په موسکا يې وويل : د نوي رباب نغمې خامې وي او د زاړه رباب نغمه پخه وي .

زه چې کله د پسرلي صاحب شاعري لولم نو د ملنګ بابا خبره مې سترګو ته نيغه ودريږي . د پسرلي صاحب شاعري هغه زوړ او خوږ رباب دی چې خوږې او پخې نغمې ترې رالټيږي . د پسرلي صاحب د شاعرۍ يو ډېر نادر کمال دا دی چې د ځوانۍ او مستۍ د شېبو له خوږې شاعرۍ نه يې د پاخه او زاړه عمر شاعري لا ډېره خوږه او ډېره ښکلې ده چې دا ډېره لويه شاعره پيرزوينه ده . کله چې دنی کوڅې ته راشئ د رنګارنګ نغمو جهان به وګورئ . د درد نغمې، د ښکلا نغمې، د خوند او رنګ نغمې، د ژوندد شور او غوغا نغمې.

کرې شپه مې په سر کې وي سودا د تورو سترګو

د زړه په غوږو اورمه غوغا د تورو سترګو

” د نی کوڅه“ درست غزلونه دي ، لکه د طاوس بڼکې خېل، خېل رنګونه لري . خو يو رنګ چې په ټولو کې شريک دی ، هغه د غزل رنګ دی . دلته که د وطن درد ژړيدلی هم د غزل په اوښکو لوند دی. او که د جانان غم دی هم په دې اوښکو لمبيدلی دی. د وطن حال په دې بيت کې راښيي:

کومې يوې راشې ته برکت برکت ووايم

زما دانه خو وړاندې تر کرلو سوځيدلې وه

د غزل مکيز او ادا په تصويري ژبه :

ما وې زه به سيوری شم او پښو ته به يې ولويږم

ځوانه غرڅنۍ وه له خپل سيوري رميدلې وه .

کله کله په يوه عصر يا په مختلفو دورونو کې يو څو لوی شاعران رامنځ ته شي، دې شاعرانو هر يوه خپل ځای نيولی وي، داسې ځای چې هغه بل يې نه شي ډکولی . که يو، نه وي نو په هغه برخه کې يوی کمی راځي . زما په نظر پښتو معاصر شعر او حتی تر کلاسيکه شعره پسرلی د يوه داسې خوند رنګ شاعر دی چې تر ډېره د ده خپل دی او په نورو کې نه ليدل کيږي . داسې شاعرانو ته د يوې ژبې لوی شاعر وايي .



د پسرلي د غزل په تار تار مختلفې نغمې غږول کيږي . شاعر په دې تارونو فرمايشي نغمي نه غږوي . هره نغمه د شاعر د خپلې خوښې څرګندويه ده . کله کله پر دې تارونو د مينې شرنګا راځي، کله درد کله حسرت او د ځوانۍ ارمان، کله هم د فکر او پيغام خبرې . کله کله د داسې نا آشنا فلسفې غزليزه خبره وکړي چې د ذوقمنو پر زړونو ولاړه تڼاکه له ډېره خونده ټق وچوي .

سوکه شي د نښتر په څوکه څړيکه د تڼاکو

مشکل به مې پخپله له مشکل څخه راباسي

د شاعر په نازکه غزليزه ژبه پښتنې بې ډاره شډله ښکلا څومره مستانه راغلې ده .

زما د زړه تر کوره د وهمونو په ځنګل کې

د حسن زمرۍ وګوره تنها تله او راتله

شاعر د تخيل په جادو له ورک جهان نه کيفيت راپيدا کوي . شاعر کله کله داسې انځورګرشي چې د آواز تصوير هم اخلي:

سکوت يې د شفق د جزيرو و ور مات کړی

د ناز د جهيل بطه په غوغا تله او راتله

د نی په کوڅه کې د رنګينو شمعو قافلې په رنګ رنګ جامو کې ځي راځي . پسرلي صاحب پر شمعو مختلف مضمونونه غزليز کړي دي . که يوازې د شمعو پر غزليزو بيتونوڅوک ليکنه وکړي، نو يو ښه کتاب پرې ليکلای شي . د شمعې د موم دسر هغه تار چې رڼا ورکوي، د مار له ژبې سره هم تشبيه شوی چې ډېره نادره تشبيه ده . زه پر دې بيتونو تبصره نه کوم . د تبرک لپاره د نی د کوڅې يوه غزليزه شمع ستاسو په محفل کې بلوم :

خير دی که مې ويلي شي تن واړه لکه شمع

ټيټه مې دې بل ته نه شي غاړه لکه شمع

ښکليو ته اظهار د مينې زړه اوبه کول دي

ګرانه ده ښکلا ته د عشق ژباړه لکه شمع

مينه کې چې وکړي څوک اودس په خپلو اوښکو

لمونځ يې ادا کيږي په ولاړه لکه شمع

يو محفل مې هم که نه کړ روڼ په واړه ژوند کې

ځانته روڼوم د قبر غاړه لکه شمع

اوس چې مې د خپلو جلوو خواکې ليدی نه شې

بيا مې د تيارو په زړه کې غواړه لکه شمع

زه دې سره لمبه شم که يې ستا خونه رڼا کړه

خول به کوږ په سر وړمه له وياړه لکه شمع

نورو به دې ښايي تماشې کړې د نازونو

زه او زړه مې اور اوبه شوو دواړه لکه شمع



” د مينې درد به جا څکلی نه وي

اخ څومره خوږ دی چې په زړه کې دې نازکه نرۍ ليکه راشي “

د نی د کوڅې شاعر د مينې دا خوږ درد څکلی دی ځکه خويې په نيم سوي پتنګ زړه نه سوزي :

زړه په نيم سوي پتنګ مه سوځوه

په خوند د اور سوي سندرې اوري

د ښکلا او مينې اوږده لانجه عارفانو، فلسفيانو، مفکرينو او شاعرانو زښته زياته کړنګولې ده . خو داسې مطلق فورمول يې تر اوسه چا نه دی را ايستلی چې دوه جمع دوه مساوي څلور . خو بيا هم په دې ښکلې او خوږه موضوع کې په ځينو هغو نظرياتو د سړي زړه اوبه څښي چې يا يو عچيبه انداز ولري، يا زړه راښکوونکي وي . او يا شاعرانه تصويري تابلو جوړه کړي . حميد بابا وايي:

هنګامه د مينې ګرمه ده تر حسنه

د مجنون د در ګدا شه ليلا مه شه

يا بل ځای رحمان باباداسې وايي :

چې مجنون غوندې په مينه کې صادق شي

د ليلا په دروازه کې دربان نه شته

په دې برخه کې پسرلی صاحب هم ښکلی، عجيبه او زړه راښکونکی انداز لري :

حسن به ساه وبولو جند يې مينه

ښايست وي پټ خو کړي څرګند يې مينه

که دوه عالمه خوبۍ ونښتيځئ

بوی به يې حسن وي او خوند يې مينه



دا شاعرانه تخيل هم عجب جادوګر دی، نوي نوي عجيبه جهانونه جوړوي . د شپې له شينکي آسمانه ستوري اوبو ته راکوز کړي . يو ستړی او تږی مسافر راولي او په لپه کې له اوبو سره ستوری پرې وڅښي . بيا نو د مسافر د هرې ادا او د خبرو له ټکي نور وريږي . پسرلی صاحب د چا د ښکلې ټنډې د حيا خولې بره آسمان د پرښتو تر عرشه خيژوي چې د ليدونکي سترګې په کې څلور شي او د خولې په هر څاڅکي کې بيله بيله پرښته ويني :

ما سکه ويل بر د پرښتو په عرش کې غونډه وه

ته وې د حيا خوله پرته د تا په ټنډه وه

د نی په کوڅه کې ډېر سياسي مسايل غزليز شوي دي . دا د شاعر کمال دی چې توره ډبره په ډېره ځليدونکي هنداره واړوي او سپيره کونجکه په آبدارې مرغلرې . پسرلی صاحب کله کله داسې څه وايي چې زه خو ورته سياسي تغزل وايم .

لمر بويه چې لوړې او ژورې را ته وښيي

ړوند خو نه يم ياره چې رهبره به امسا منم

عام ذهنيت ټيټ دی چې مني د سامري سخوندر

لاس چې د فرعون ږيرې ته اچوي موسی منم

يو که راته ښه ووايي سل به مې مرتد ګڼي

هر سړی په بيله لاره ځي زه به د چا منم

يو د زړه خبره نه په دير نه په جومات کې وه

څه به پسرليه د راهب او د ملا منم

د ډېر متکبر سياست تصور په دې بيت کې وګورئ.

رحم کمزوري د زړه، بولي د قدرت وږي

سل بيړۍ که ډوبي شي، يم له نازه نه ګوري

په دې بيت کې د سياست د بوډۍ څيره وګورئ

ښه مې د قدرت خوړجنې ناوې ته چې وکتل

دا بوډۍ د ډېرو سرخوړليو زلمو کونډه وه

کله کله مستانه انداز او شرنګيدلی وزن غزل ته عجيبه ښکلا وربخښي

راشه او په زړه مې پلونه نوي د يادونو کړه

رګ رګ مې د نۍ غوندې لبريز له فريادونو کړه

ستا له پاره سوی ستا له پاره په کې سوځو موږ

سور دوزخ مو ربه شين جنت د هيوادونو کړه

يا دا بيتونه

هرې يوې نګاه کې دې جلا مفهوم د حسن و

کار د کرشمو و خو وتلې نوم د حسن و

لږ مې مدرسې ته د جلوو چې سر وربيرته کړ

پير د طريقت هم يو ساده ماشوم د حسن و

چا تر لاس نيولي پتنګان په لمبو وسپارل؟

زړه مې پسرليه الستي محکوم د حسن و

وايي چې ډېر شي نو کنډېر شي . خو شاعر په تکرار کې هم ښکلا پيدا کوي خو چې شاعر شاعر وي په تکرار کې حسن تکراروي .

درشم او که وګرځم له لارې ستا رضا منم

حکم حکم ستا دی او فرمان فرمان د تا منم

د انسان بدرنګه بدګوماني څنګه ښه بيانوي:

لحظې نه وې خچنې خو دا زه يم زه انسان

له پاکو پرښتو چې ګنهګارې جوړوم

د پسرلي صاحب په غزلونو کې د رواني او خواږه وزن په تله هم ډېر ښکلي غزلونه شته چې ډېر ښه موسيقيت لري :

ښايست هغه يو ساز دی، نغمې يې نوي ښکاري

سهار هغه سهار دی، وږمې يې نورې ښکاري

د سوي زړه تسل ته چې نوې ابلې ګورم

هغه څيرې ګريوان دی، تکمې يې نورې ښکاري

چې هر ځل دې په پته، کوچۍ پښتنې درشم

هغه د غره لمن وي، خيمې يې نورې ښکاري

د نياز او ناز له بزمه، به څنګه پاڅوم زړه

غوښتنې نوې نوې، پلمې يې نورې ښکاري

هر وخت چې پسرلي نه تازه غزلې اورې

فنکار هغه فنکار دی، زخمې يې نوي ښکاري

دې ښکليو تصويرونو ته هم لږ د زړه او ذوق په سترګو وګورئ:

شپه راغله، سودا به يې زما له سره چيرې تله؟

پټه واهمه وه په وحشي ځنګل کې پاته شوه

مينې مې په لطف رانه واخيست کدورت د ژوند

ورو ورو د سيلاب خړه د سيند په تل کې پاته شوه

نښه يې د ناز په پلونو نه شته آيينو سره

لږ لږ که وي پاتې د پسرلي غزل کې پاته شوه

يو د شاعر کمال دا دی چې په شعر کې نوي مضامين، نوي خيالونه او فکرونه شاعرانه شي . شاعر خپل زړه راوسپړي او د خپل احساس تصور واخلي . د خپلې زمانې خوږې ترخې شاعرانه کړي له هيريدو يې بچ کړي او نورو راتلونکو زمانو ته يې د يوه ښکلي امانت په څير پريږدي .

شاعر پسرلی د نۍ کوڅې په غزلونو کې هم ډېر ځله خپل زړه راسپړلی او هم يې د خپل احساس خبرې غزليزې کړي دي . د ښه شاعر ځانګړنه دا هم ده چې نوې او خپلې خبرې کوي. د خپل احساس مستانه او دردمنه او په وينو لژنده کړيکه پخپله اوري او په خپل انداز يې لفظونو ته ورليږدوي . ښه شاعر په رواج شوي روايتي انداز څه نه وايي . که زړې خبرې هم کوي، په يوه نوي ښاعرانه انداز يې کوي . د غزلونو په خوا کې که تاسې د پسرلي صاحب نظمونه هم وګورئ نو د حماسو او تراژيدۍ د موسم رنګ په کې ډېر طبيعي انځور شوی دی . زموږ د روانې تراژيدۍ او په وينو لژندې حماسې يې ډېرې هنري بيان کړي دي . په زغرده ويلی شو چې پسرلی صاحب زموږ د تراژيدۍ او په وينو لژندې حماسې لوی او مبتکر شاعر دی .

د نوي خيال نوي فکر او د شاعر د خپل جهان او خپل احساس د بيان تر څنګ يو بل شاعرانه انداز هم شته . دا انداز د څه ډول ويلو انداز دی . يعنې شاعر چې څه وايي، څه ډول يې وايي . آيا هغسې اظهار هر څوک کولای شي او که تنها شاعريې کوي . کيدای شي په دې انداز کې شاعر زړې خبرې داسې خوږې کړې چې تر نويو خبرو ښې ولګيږي . کيدای شي شاعر داسې تابلو جوړه کړي چې په حال او ماضي کې بيخي نا آشنا وي . خو کمال يې په دې کې وي چې ښکلې وي . کله کله د شاعر په زړه، روح، ذهن او يا هر څه چې ورته تاسې وايئ، يوه مرموزه نغمه په ازانګو وي . کيدای شي چې شاعر دا مرموزه نغمه په يوه داسې شعر کې وغځوي چې دا شعر به د شاعر د ورځني ژوند څرګندوی نه وي . نوې خبرې به هم په کې نه وي . خو دا شعر به بيا هم خوږ لګيږي . کيدای شي دا شعر د شاعر د ماضي د مرموزو حادثو تابلو او يا د شاعر د پټو او ورکو خوبونو تعبير وي . شاعر کله کله ساده خبره په داسې انداز وکړي چې له ډېرو نويو خبرو خوږه لګيږي . نو موږ دا ډول شاعري هم نږه شاعري بولو . کله کله شاعر خپل احساس د نورو له احساس يا د نورو احساس له خپل احساس سره غوټه کوي، د ښکلا او هنر پنځونه کوي . موږ د شاعر احساس محدود کولای نه شو . شاعر د يوې ورځې او يا روانې زمانې نماينده نه دي . شاعر د خپلې شاعرې اروا او خپل ښکلي احساس په زور د تيرې زمانې او راتلونکې زمانې اوسيدونکی هم دی . کله کله شاعر په خپل ځان کې داسې نغمه ييز کيف او حالت ويني چې د همدې نغمه ييز کيف په وزرونو د ماضي او حال په غيږ کې الوتنې کوي . ددا ډول الوتنو نندارې د نی په کوڅه کې هم کولای شو . له دې خبرو مې مطلب دا دی چې يوازې نوې خبره يا د خپل احساس څرګندول ښه شاعري نه ده . اصلي خبره د څرګندولو په شاعرانه انداز کې ده . شاعرانه انداز د هر مضمون پرده پوښ دی . او د چا خبره چې سنګ پارس وي نو ساده مس هم په سرو زرو بدلوي . هغه د پښتو خوږه لنډۍ راياده شوه چې وايي:

جانان زما سنګ پارس دی

چې ورترغاړه شم د سرو زرو به شمه .

د ” نی کوڅه“ کې زه ډېر ګرځيدلی يم، ډېر ښکلي شعرونه مې په نښه کړي وو، خو پر هر يوه څه ليکل د کتابونو کار دی . يو څو خواږه بيتونه يې د خپل زړه د تسلۍ لپاره را اخلم .

د زرکو په سينو چې کړي تېرې منګولې ښخې

موسکا د ګل د شونډو له شهبازه مه پوښته

خدايه دا نړۍ څومره بدۍ په سر اخيستې ده

هر پلو چې ولاړم د وژونکو غونډ کې ولويدم

په لويه لار کې حيرانۍ تر لاس نيولی يمه

هيڅ نه پوهيږم چې راغلی او که تللی يمه

تيرو وياړونو مې نور هيڅ هم رابښلي نه دي

وړم غاړه هسکه د تاريخ د قبر څلی يمه

کوم پټ احساس به تخنولي وي زما تلي هم

چې د ګرد باد غوندې بې ډوله ګډېدلی يمه

ما چې په ټول عمر کې خپل ځان پيژندلی نه دی

ګومان مې نه شي چې بل چا به پيژندلی يمه

دا چې پسرليه وهل کيږمه له هر طرف نه

د ويښ ويده عالم په پښو به ورختلی يمه

يا دا خوږه بيتونه

د نيکمرغۍ لمر د هلال په کونجۍ نه خلاصيږي

ساقي راپاڅه نيغه لاره د اختر پرانيزه

زړه چې څومره سخت وي نو هغومره بې احساسه وي

نه شته د موجونو د مستيو شور په تيږو کې

پام او حوصله غواړي د ژوند پړاو کې هر قدم

لار په منډه نه شي طی کولای سپور په تيږو کې

څنګه به منکر شم پسرليه په اعجاز د عشق

مينه ده چې باسي د شيرين انځور په تيږو کې



مينې تصور ته چې حيا هم رابللې وه

دا خو مې په خونه کې چترۍ په سر نيولې وه

څپې د بحر هم ټکوي يوه له بلې سر

بشر يم منکر نه يم له بشره سر وهم

” د نۍ کوڅه“ د پښتو شاعرۍ په تيره د پښتو غزل يو ښکلی او زرين کتاب دی چې د شعر مينان به تر پيړيو خوند ترې اخلي . شاعر پسرلي د ماشومو لفظونو په غوږونو کې د هنر اذان کړی دی چې اوس يې غزلونه داسې زلمي سرودونه او داسې پيغلې ترانې دي چې زړښت نه لري . د پسرلي صاحب په عمر دې برکت وي . آمين

یکه زار

بیا دکوم شهید په شان دیدارته مخامخ یمه
خم ته مې تکیه کړې ده یار ته مخامخ یمه
خدای مې ناست په زړه کې دی ، باران پر ګلو ځي راځي
ټول ټپه – ټپه یم یکه زارته مخامخ یمه
خیال کې مې جانانه د څېړیو رنګې ونې دي
څوکه دپستو جنکو ښار ته مخامخ یمه
خوندمې لا له سپینو خولګکیو نه اخیستی نه
شپه په ولجه ستوري وړي ، سهار ته مخامخ یمه
زړه دمهاجریم ، خو هجران راته جانان ، جانان
ستا دخمارو سترګو انصارته مخامخ یمه
روح مې لوی ګړنګ دی ، دنغمو له ازانګو نه ډک
ښایي کوم غیبي ، لوی سندر مارته مخامخ یمه
راشه او پر غاړه مې دلېچو امېل واچوه
سرمې پر اوږو راوړی دارته مخامخ یمه
باز لرم ، سالک لرم ، دمینې ممالک لرم *
دم غنیمت بویه چې نثار * ته مخامخ یمه
ووایه کاروانه موکل دکوم یو زاګ یمه ؟
تارمې له رباب سره سیتار ته مخامخ یمه
( * ) : نور الحبیب نثار ، بازمحمد عابد او مصطفی سالک

د څاڅکو په لېمو

د څاڅكو په لېمو مې سمندر ليدلى دى
په ټولو آئينو كې مې دلبر ليدلى دى
شهيد مازيګرى كوي شغلې لكه حسين
شفق مې سور په غشو د شمر ليدلى دى
له زړه مې چې كړي جوړه وچو شوندوته كوزه
ورځم پسې چا داسې كوزه ګر ليدلى دى؟
دا مستې مستې اوښكې چې جوپې جوپې راځي
دې پېغلو مې په سترګو كې ګودر ليدلى دى
بتګر د تخيل مې جوړه وي بت د جانان
په روح كې زما كان يې د مرمر ليدلى دى
ته پوې يې چې دا څنګه شو " كاروان " غزل غزل؟
دا نن يې ايله يو نظر خيبر ليدلى دى

په زړه مې ولې راورېږې...

په زړه مــــــــــې ولـــــې راورېږې څه باران خــــــو نه يې
هسې مې درد راويښوې زمــــــــا درمـــــــان خو نه يې
د مــــــــخ په پاڼـه بــــه دې څـــــــه خوږه غزله ليک وي
سپينه کــــتابه يـــــادوم دې دومره ګــــــــران خو نه يې
د خيال هُد هُد دې راته ډېر ډېر پــيغامــــــــونه راوړي
دا مـــــې خــطا وه چــــــې ويل مـــې سليمان خو نه يې
ستــــا د ستـم د انــتــها به درتــــــه څــــــــــــه وايـــــمـه
د کــــــوم ظــــالم مــذهــب پيرو يې مسلمان خو نه يې
مـــــــا به بې وخــــته لېونی کـــــړې په اغــــزو به ګرځم
غېږ به رانه کـــــــړې ښکليه باغــــــــه بيابان خو نه يې
د ژوندد وچ ساحل په مخ مې لمدې شونډې نه ږدې
شــنه سـمــندره زه دې څــــــه کــړمه توپان خو نه يـــــې
د نور پـه غشو مــــــې له هسک نه په لېمو کې ولــــې
نه راځـــې ستـــوری د اسـمان شوې مهربان خو نه يې
ښکليه ســــالار کـــــــه مې د عشق د منزلونو نه کــړې
بيا راته وايه چې درواغ وايې" کــــــاروان" خــو نه يې

شاعرانه ارواوې

زما او ستا شاعرانه ارواوې
لکه همځولي ګاونډي ماشومان
له يو بل پټ شي پټپټانی کوي
د خيال په ړنګو کنډوالو کې ګرځي
زما او ستا شاعرانه ارواوې
لکه دوې خويندې ښاپېرۍ په افسانو کې ګرځي
لکه دوې ستړې اوښکې
سترګو ته نه راځي په زړو کې اوسي
لکه دوې غبرګې او خوږې سندرې
د زير و بم په جزيرو کې ګرځي
زما او ستا شاعرانه ارواوې
لکه درانه پښتانه
په غم ښادۍ کې په جومات او په حجرو کې ګرځي
په مرکو او په جرګو کې ګرځي
لکه مين او لېوني شاعران
په پښتني مشاعرو کې ګرځي
لکه د خدای د لارې دوه شهيدان
په ښکليو - ښکليو جنتو کې ګرځي
زما او ستا شاعرانه ارواوې
لکه جوړه پتنګان
د زيارتونو د ډيوو په سرو لمبو کې ګرځي
لکه جوړه شرابيان
په ميکدو کې ګرځي
دومره د يو بل سره مينه کوي
چې آن د يو بل په خوبو کې ګرځي
خو زه او ته له يو بل لرې ګرځو
لکه د يوې پېړۍ او بلې پېړۍ دوه شاعران
لکه د لر او بر په يو او بل مين شاعران
چې د نغمو په ګوتو خدای يادوي
خو په تسپو نه، د بېلتون د ځنځيرو په کړۍ

راشه د رحمت بارانه...

راشه د رحمت بارانه ښار اخستی اور دی
ژوند لکه د کلي د چنار اخستی اور دی
راشئ زما اوښکې ورله يوسئ بلبلانو
سوزي درنه ښکلي لاله زار اخستی اور دی
نه يې د چا لاس لکه امېل د غاړې تاو شو
غاړه کې يې خپل د غاړې هار اخستی اور دی
وچې شونډې ګرځئ بدبختانو ميخوارانو
اوښکې د انګور وسوې انار اخستی اور دی
لرې شه لمنه به دې وسوزي طبيبه
پرې يې ږده چې څه کيږي پرهار اخستی اور دی
ما وې ګلابي جامونه راکړه راته وې يې
وار وکړه تلوار مکړه ستا وار اخستی اور دی
سوې د "کاروان" سندرې چا په زمزمه کړې
ګوتې د مطرب وسوې شاتار اخستی اور دی

راشه چې نغمې کړو...

راشه چې نغمې کړو سره ګډې ربابونه شو
راشه سره ولولو د شعر کتابونه شو
راشه چې باڼه پر بڼو کېږدو سترګې سترګې شو
راشه دا ځنګړې کړو خړوبې دريابونه شو
راشه چې لاسونه د شغلو کړود يو بل نه تاو
راشه ځو جوړه جوړه آسمان ته شهابونه شو
راشه د دعا په شونډو ښکل د يزدان شونډې کړو
راشه چې سجدې شو ښکلي ښکلي ثوابونه شو
راشه پټ پټانی شو او يو بل سره بيامومو
راشه سوال د مينې شو د مينې ځوابونه شو
راشه چې د روح پر للمو وکړو د نغمو باران
راشه چې يو بل ته مطربان شو مضرابونه شو
راشه د (رحمان) پر غزلونو تندې ماتې کړو
راشه هسې نه چې درواغجن شو سرابونه شو
راشه چې "کاروان" مو د خُمار له خوبه پاڅوو
راشه چې یو بل ته هم ساقي هم شرابونه شو

يو څو ښکلي رندان به ...

يو څو ښکلي رندان به ميخانې ته راولو
لښکر ګلان به للمې زمانې ته راولو
ما زړه ستا د وعدو د لاسه شين راوړی دی
ستا سپينه خولګکۍ به بهانې ته راولو
شپه راغله ځئ وزرې د رڼا ورواغوندو
ډيوه به وزر سوې پروانې ته راولو
ياديږي مې نن بيا د نيزه بازو نجونو جنګ
د چا ملالې سترګې يارانې ته راولو
ديوان به راګوزار کړو د تخت له سلېمان
رښتينې ښاپېرۍ به افسانې ته راولو
جنډې د سخي جان به مې جانان ورپوي
سرتېري ملنګان به نذرانې ته راولو
چې پرې کړي د مغُلو د بتانو کپرۍ
پښتون د ازر زوی به بتخانې ته راولو
د غرونو، د ځنګلونو دی ګډا ته شوی زړه
"کاروان" به يوې مستې ترانې ته راولو

د غرونو خلک يو...

د غــــــــرونو خلک يو کارونه د بازار نه کوو
شډل پډل ګــــرځو هيڅ ډول او سينګار نه کوو

د خدای مارغان راځي نغمې د ملکوت غږوي
مطرب ته اړ نه يو او ذکـــــــــــــر د ستار نه کوو

د ســــر قاتل ته هم ســــلام کوو سلام يــې اخلو
ولو يې مخــامخ له شانه پرې ګوزار نه کوو

په ستن کې تار شو اچلوی د سپــــــوږمۍ په رڼا
څراغ کې تېل نه سيزو دا د تـاوان کار نه کوو

له پړانګ څرمنه اړوو چې لنګې غواوې داړي
پر څانګې ناستې مرغکۍ د کــــاڼي وار نه کوو

د بدرنګۍ له سيند

د بدرنګۍ له سيند اوباسو د سندرو بېړۍ
الله لاهو مه کړې د ښکلو مساپرو بېړۍ
د څو کيږديو او يو څو دانو خورما په بدل
لاړې عربو ته د لمنځو، د نښترو بېړۍ
موږ ته رادرومي الوتکې له مارانو ډکې
له موږ نه درومي د نرګسو نيلوفرو بېړۍ
د آشنا سترګې شوې د تورو ګربتانو ځالې
زموږ لېمې د سپينو اوښکو د کوترو بېړۍ
موږ د تيارو د جزيرو په غېږ کې ژوند تېروو
له موږ نه وړې ده رڼا د ستمګرو بېړۍ
موږ ته زخمونه د ځيګر د سترګو اوښکې پاتې
پاريس ته ځي د زمرودو د لاجورو بېړۍ
موږ د شهيدي خور ټکری کړ د جونګړې پرده
لوټمارو بار دي د رخامو د مرمرو بېړۍ
په هر غزل کې يې رنګونه جادوګر جادوګر
"کاروان" ولجه کړله د خيال د جادوګرو بېړۍ

چېرته يې هيندارې

چــــېــــرته يــــې هندارې بې تصــويره يم
راشه چـــــــــې بې خـــــوبه بې تعــــبيره يم
راشه چې تڼاکـــــې پښې دې ښکل کـړمه
ورکــــــــه سبا ستړی لـــــــــــــه شوګيره يم
درد يــــــــــم په لفظونو کـــــې مې ونغـــاړه
لږ خو مــــــې بيان کړه بــــې تفســيره يــــم
شمس مې شه سيقل مې کړه شاعر مې کړه
مست مې کړه محبوب مې شه بې پيره يم
زړه مـــــې ورور د للـــمې د ګلـــــــــونو دی
ورک د بــــارانونو لــــــــــه بهــــيره يـــــــــــم
خــــــــــدايه کـــــــه پښتو راسره ووايـــــــي
جــــــــــــــار دې له منکر او لـــــه نکيـره يم
چــــېرته د ســندرو "کـــــــاروان " واړوم؟
زه راغـــــلی نن لــــــه بــــــــم او زيـــــــــره يم

شعر

چې ورته خولې شوې داصيلو مرغلرو اوبه
خپلو خبرو ته دې ورکړې د سندرو اوبه
ستا د تصوير تنکيو پښو ته شيشې مه شه لشې
په کاڼو چېرې ماتې مه شه د جوهرواوبه
زما د زړه د مينې زور پاس په لېمو کې ګوره
په بره خېژې اشنا تل د زورورو اوبه
خدايه ! باران د مينې راوله پر وچو للمو
غواړي ګلان لکه د تږو مساپرواوبه
ګودرې شاړې منګي مات دي په کې څاڅکی نه شته
ستا د لاسونو د جوړه شپينو کوترو اوبه
پرګلو څاڅي کوم د مينې پېغمبر ژړلې ؟
د شعر د شاتو د مچيو له وزرو اوبه
کله چې ليکي خپل صنم ته صوفيانه غزله
قلم ته واچوي کاروان د نيلوفر اوبه

د لوی خدای په نامه

شاعران يو په نغمو يادوو خدای
ښکلي ګورو ، په لېمو يادوو خدای
خدای بلد کړو د توبو په ماتولو
غړپ کوو له پېمانو يادوو خدای
شېخ د کاڼو په تسپو يادوي خدای
موږ د اوښکو په تسپو يادوو خدای
د ژوندون په ګوتو برګی تسپې وايو
هم په ورځو هم په شپو يادوو خدای
يم هيرجن چې هير مې نه شي راته خانده
ستا له شونډو اننګو يادوو خدای
ايا تونه دې په سترګو کې موسکي دي
ستا له سترګو پښتنو يادوو خدای
موږ کاروان د لېونو ازادي غواړو
په کړۍ د زولنو يادوو خدای